د لاس رسي وړ اتصالات

"د القاعده د مشر، اسامه بن لادن، د پیدا کولو کار ښایی ډېر وخت ونیسی"


د ټروریزم د مسلې ماهرانو د کانگریس یوې استماعیه غونډی ته ویلي دي چی د القاعده د مشر اسامه بن لادن د پیدا کولو کار ښایی ډېر وخت ونیسی.

دغه غونډه هغه وخت جوړه سوه چی دا خبره څرگنده سوه چی د القاعده یو مهم مشر ابوعبیده المصری څه وخت مخکی په پاکستان کی مړ سوی دی.

لیکوال او ژورنالیسټ پیټر برگین وایی پر امریکا باندی د سپټامبر د یوولسمی د حملو څخه څه باندی شپږ کاله تېر سوي دي، مگر د القاعده د مشر اسامه بن لادن د نیولو کار پر مخ نه دی تللی او داسی ښکاری چی د هغه ټروریسټی موسسه بیرته غښتلې کیږی.

دی وایی د دې خبری یو اساسی علت چی بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الظواهری نه وژل سوي او نه نیول سوي دي دا دی چی هغوی اشتباه نه ده کړې.

هغه وایی: "بن لادن او ایمن الظواهری هغه غلطی نه کوی چی دغه راز فراریان یې معمولا کوی. دوی په لاس ټلفونونو کی خبری نه کوی، دوی د سیټلایټ ټلفونونو څخه کار نه اخلی او هغه کسان چی د دوی تر ټولو نیژدې ملگري دي، په پیسو او انعامونو نه تېر وزی."

برگین وویل دا سی شواهد نسته چی بن لادن اوس هم ناروغ دی او څرنگه چی دی څو ځله په ویډیو کسیټونو کی څرگند سوی دی، نو هغه مطبوعاتی رپوټونه غلط معلومېږی چی وایی هغه د پښتورگو ناروغی لری.

ده دا ادعا وی رد کړې چی وایی د بن لادن نفوذ کم سوی دی او وایی چی هغه په ټولی نړۍ کی پر القاعده باندی ایډیالوژیک او ستراتیژیک کنټرول لری.

XS
SM
MD
LG