د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو په عراق کې  دصدر دتحریک یومامور وواژه


عراقی ماموران وائې، نامعلومو وسله والو کسانو نن دجمعی په ورځ په جنوبی ښاری نجف کې دافراطی شعیه ملا مقتدا الصدر یو لوړ رتبه سلار کار وویشت او وی واژه . پولیسانواو په نجف کې دصدر دتحریک ددفتر مدیر دغه وژل تائید کړل . ماموران وائې، ریاض النوری دجمعی دلمانځه نه وروسته په موټر خپل کورته راوان و چې په هغه باندی ډزی وشوی .

مقاماتو په نجف کې په گرځیدو راگرځیدو باندی بندیز ولگاوه . په عراق کې ائتلاف قواو دتازه وخت په بمبارۍ کې دولس تنه مشکوک یاغیان وژلی دی . دبریتانی نظامی نطاق ‏(‎ټام هولیوی ‏)‎ وائې، نن دجمعی په ورځ د جنوبی ښار بصرې باندی د بمبارۍ په وخت کې شپږتنه وژل شویدی. دوی دهغې ډلې غړی وو چې په عراقې قواو باندی ئې په هاوانو باندی ډزی کولی . پرون دپنجشنبی په ورځ دامریکا په هوائې بمبارۍ کې چې دبغداد دصدر په ښار ئې کړی وه، شپږتنه وژل شویدی .

په تیره یوه هفته کې په دغه سیمه کې امریکائې قواوی دشعیه ملیشوسره په جگړه اخته وی . دهغه وخت نه راپدی خوا چې صدراعظم نوری المالکی تیره میاشت دشعیه ملیشو دځپلو امرورکړ،په عراق کې جنگونه زیات شویدی .

XS
SM
MD
LG