د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگله دیش کی په شخړو کی ١٠٠ تنه زخمي شوي دي


د بنگله دیش په پایتخت ډاکه کی عیني شاهدان وایی چی د اسلامي مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ د شخړو په دوهمه ورځ لږ تر لږه سل کسه زخمي شوي دي . شاهدانو وویل چی په سل هاو احتجاج کونکو نن د جمعې د لمانځه نه وروسته چی د ډاکې په لوی جامع جومات کی یې وکړ ، په پولیسو باندي د ډبرو واري وکړل او پولیسو هغوی په ډنډو ووهل او اوښکي بهونکی گاز یې پر استعمال کړ .

څو تنه ژورنالیستان او پولیسان هم زخمي شوي دي . دغو خلکو د محلي مطبوعاتو د هغو رپوټونو د خپریدو په مقابل کی دا احتجاجي مظاهرې پیل کړې چی وایی د بنگله دیش حکومت په نظر کی لری ښځو ته په میراث کی د نارینه و سره برابر حقوق ورکړی . دغه مظاهره چیان وایي چی دا پیشنهاد په اسلامي مقرراتو باندی تیری دی .

XS
SM
MD
LG