د لاس رسي وړ اتصالات

افغان اوخارجی قواو دافغانستان په جنوب کې ‏‎٢۴‎ تنه یاغی طالبان ووژل  


یو افغان ماموروائې، حکومتی عسکرو اوخارجی قواو دافغانستان په جنوب کې دعملیاتو په وخت کې ‏(‎٢۴ ‏)‎ تنه یاغی طالبان ووژل . مامورگلاب شاه علیخیل وائې، افغان عسکرو او خارجی جنگی الوتکو پرون دجمعی په ورځ دزابل په ولایت کې په افراطیانو باندی حمله وکړه .

دی وائې، په دغه حمله کې اته تنه یاغیان زخمیان شول . له بل پلوه ماموران وائې، یو ځانمرگی برید کونکی نن دشنبی په ورځ په جنوب لویدیځ ولایت نیمروز کې دوه هندی اینجنران ووژل . دغه حمله دیوهندی شرکت په کاکونکو باندی وشوه چې دلوئې لاری په جوړولو لگیاوو. په دغه حمله کې لږترلږه پنځه تنه زخمیان شویدی چې دری تنه ئې هندیان دی . همدغه راز دناټو دغړو هیوادونو فرانسی اوکاناډا دبهرنیو چارو وزیران دجمهوررئیس کرزی سره دخبرولپاره افغانستان ته رسیدلی دی .

دفرانسی دبهرنیوچارو وزیر برنارد کوشنر چې نن دشنبی په ورځ کابل ته رسیدلی دی، پرون دجمعی په ورځ وویل، فرانسه غواړی چې په افغانستان کې په ناټو کې دخپلو عسکرو شمیر دواه برابره کړی .فرانسه اوس په افغانستان کې ‏(‎ ١٥٠٠ ‏)‎ عسکرلری چې پدی حساب دا شمیر به درو زرو عسکرو ته ورجگ شی . دفرانسی ماموران وائې، افغان مقاماتوته پکارده چې په هیواد کې دامنیت او بیا ودانولو په برخه کې ډیرمسؤلیت ومنی .

XS
SM
MD
LG