د لاس رسي وړ اتصالات

امریکائې اوعراقی قواو په بغداد کې  دیارلس تنه یاغیان وژلی دی 


دامریکا نظامی مقامات وائې، دائتلاف قواو نن دشنبی په ورځ دبغداد دصدردښار په جنگ کې لږترلږه دیارلس تنه وژلی دی . دوی وائې، امریکائې اوعراقی قواو دهغو جنگیالیو سره جگړه وکړه چې په راکټلنچرونو، ماشینگڼو، ټوپکو او دسرک دغاړی په بمونو ئې حملی کولی .

ددغې گډې قوا مقامات وائې، دوی دیاغیانو په خلاف له بی پیلوټه الوتکی نه دتوغندیو گوزارونه وکړل او له ټانکونو نه ئې کارواخیست . عراقی پولیسان وائې، په دغه جنگ کې اوه تنه ملکیان ووژل شول . نظامی ماموران وائې، امریکا ئې یا عراقی عسکرو ته دسرتاوان ندی رسیدلی . دننی جنگ سره سره مقاماتو دصدر په ښارکې پاټکونه کم کړیدی .دا دشعیه ملا مقتدا الصدر دمهدی ملیشی قوی مرکز دی .د ائتلاف قواوی په تیرو دوهفتو کې په دغه سیمه کې دمهدی ملیشو سره په جگړه اخته وی .

له بل پلوه دعراق په جنوبی ښار نجف کې په گرځیدو راگرځیدوباندی لگیدلی بندیزلیری شویدی . دریاض النوری دوژل کیدلونه یوه ورځ وروسته دغه بندیز لیری کړی شو. النوری دصدر یولوړ رتبه سلاکارو.

XS
SM
MD
LG