د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هلمند کی څلور پولېسان وژلى دي


افغان پولیس وایی چی یاغی طالبانو پرون شپه د هلمند په ولایت کی د پولیسو په یوه تاڼه حمله وکړه.

په دی حمله کی د پولیسو څلور صاحب منصبان مړه او اوه نور زخمی شوی دی.

د محلی پولیسو قوماندان خیر محمد شجاع وویل چی دغه حمله د گریشک په ولسوالی کی وشوه او د دوی قواوو د یکشنبی په سهار زخمی طالبان توقیف کړی دی.

خبری رپوټونه وایی چی نن په افغانستان کی دوی نوری حملی وشوی چی یو شمیر پولیس او ملکی خلک پکی وژل شوی دی.

د دی پیښو په اړه تفصیلات تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

یو بل خبر وایی، د فرانسې او کاناډا حکومتونو له افغانستان سره خپلو مرستو ته د دوام ورکولو ژمنه تکرار کړه. کابل ته ددې هیوادونو د بهرینو چارو د وزیرانو د سفر په اړه پام وکړی.

XS
SM
MD
LG