د لاس رسي وړ اتصالات

نن د افغانستان د پوهنتونونو فارغانو ته رسمی دیپلومونه وویشل شول


له دری لسیزو وروسته نن د لمړی ځل لپاره د افغانستان د پوهنتونونو فارغانو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا رسمی دیپلومونه وویشل شول.

د لیسانس د پړاو د فراغت د دی دوری دیپلومونه یا شهادت نامی، داسی ډول چاپ شوی دی چی د تقلب کولو امکان یی نشته.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی نن د دغو شهادت نامو د ویشلو په محفل کی وویل، افغان ځوانان باید د تحصیل په وخت هر راز تعصب ته شاه کړی، او وروسته کوښښ وکړی چی په خصوصی اورګانونو کی کار پیدا کړی.

همدا رنګه نن هغه شپږ تنه زده کوونکې چی د کانکور په ازموینه کی یی لوړی نمری اخستی وی، د جمهور ریس لخواه د سوغاتونو په ورکولو سره ولمانځل شول.

XS
SM
MD
LG