د لاس رسي وړ اتصالات

اېرانى چارواکى وايي د جومات چاودنه ېو تصادف و


ایراني چارواکي وايي د شیراز ښار په یوه جمات کې د پرون ورځي بمي چاودنه چې یوولس کسان پکې و وژل شول، کېدای شي برید نه بلکه یوه حادثه وه.

د ایران دولتي خبري اژانس و ویل چې پولیس د پرون ورځې هغه چاودنه چې له خلکو ډک جومات کې را مینځته شوه، د ورانکارۍ نتیجه نه بولي.

د چاودنې په نتیجه کې یوولس کسان مړه او نهه نوي نور ټپیان شول. د پولیسو مشر و ویل چې په لومړیو پلټنو کې دوی په جومات کې د پوځي نندارې د چودېدونکو توکو پاتې شوني موندلي.

تر دې له مخه یوې نیمايي دولتي خبري اژانس فارس رپوټ ورکړی و چې پولیس وايي په چودنه کې په کور کې جوړشوی بم کاره ول شوی و.

فارس زیاته کړه چې چاودنه په داسې وخت کې و شوه کله چې د جومات ملا د سخت دریځه وهابیت او د بعثیانو خلاف خپله اونیځه وینا ورکوله.

د چاودنې په هکله د تهران یو اوسېدونکي سلیمي و ویل: "سلیمي ‏ ‎د دغو کارونو هدف د ایران کورنی امنیت زیانمن کول او ایران بې ثباته کول دي. زه فکر نه کوم په دغه برید کې به کوم بهرنی لاس وي، بلکه د دې ترشا په ایران کې دننه خلک دي‏‎‏‎."

د تهران اوسېدونکی ‏ ‎خلک له حکومت څخه، که په جومات کې وي او که بهر، سل په سله د امنیت غوښتنه کوي‏.

XS
SM
MD
LG