د لاس رسي وړ اتصالات

په مرکزى پاکستان کې په سلهاو کسانو احتجاج کړېدى


په مرکزى پاکستان کې په سلهاو کسانو په دې احتجاج کړېدى چې په دې تازه وختونو کې برېښنا هروخت قطع کېدله.

د ملتان په ښار کې خلکو د برېښنا حکومتى دفتر ونېو او اور ېې ور واچاوه. په همدى لړ کې خلکو نن ددوشنبى په ورځ ېوه بانک او ېوشمېر موټرونو ته هم اور واچاوه.

پولېسو دخلکو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې او اوښکې بهوونکې گاز ېې استعمال کړل. چارواکى وايي چې ددغو مظاهرو په اړه څوکسان نېول شوېدى.

رپوټ وايي چې په مظاهره چېانو کې زېاتره کسان د نساجۍ د فابرېکو کارگران ول. هغوى وېل چې د برېښنا دنشتوالى، ددوى په کار باندى بد اثر اچوى.

په پاکستان کې د برېښنا قطع کېدلو ته لوډ شېډېنگ وايي او داکار دومره زېات شوېدى چې په ځېنې سېمو کې تقرېبا د ورځې اته ساعته هم برېښنا نه وى.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى خلکو ته خواست وکه چې له صبر او حوصلى نه کار واخلى. هغه ووېل چې تشدد د برېښنا د کمښت ستونزې نشى اوارولى.

XS
SM
MD
LG