د لاس رسي وړ اتصالات

نن د پاکستان د نوي صدر اعظم په ټاټوبي کی نویو مظاهرو زور واخیست


نن د پاکستان د نوي صدر اعظم په ټاټوبي کی نویو مظاهرو زور واخیست.

مظاهره چیانو د بریښنا پر عمومی ملي دفتر باندی حمله وکړه او یوه بانک ته یی اور واچاوه چې پکی دیارلس تنه ژوبل شول.

په سلهاو کسان په ملتان کی د اوبو او انرژی د پرمختیایی ادارې عمومی دفتر خوا ته ورغلل تر څو د بریښنا د پری کیدو په خلاف خپل اواز اوچت کړی.

د هغه هیواد د منسوجاتو کمپنیو ویلی چی دا به سوداگری ته تاوان ورسوي.

ځینو مظاهره کونکو دغه دفتر ته ننوتل او د دفترونو چوکی او میزونه باندی راوایستل او د څو موتر سایکلونو سره یی یو ځای وسوځول.

XS
SM
MD
LG