د لاس رسي وړ اتصالات

بوچر نن د افغانستان د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا مرستیال ریچارد بوچر چې دوه ورځې وړاندې افغانستان ه تللی، د افغانستان د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو د باندینیو چارو وزارت د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره مرستیال وزیر، ریچارد بوچر، نن په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې هیواد یې د ډیورینډ کرښې دواړو غاړو ته د ثبات د ټینګښت لپاره، پوره هڅې کوي.

هغه وویل چې له قبایلي سیمو او د کرښې دی غاړې ته له وسلوالو سره د جګړې لپاره د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ په سیمه کې، همغږي باید چټکه شي.

بوچر دا ډول زیاته کړه چې دواړو غاړو ته د جرګو باید پياوړی شي. هغه د امریکا د متحدو ایالاتو د هغو مرستو یادونه هم وکړه چې پدغو سیمو کې به یې ولګوي.

ریچارد بوچر هغه ګونګسې هم ردی کړی چی ګوندی نړیوالو ځواکونو په قلات کې د طالبانو د یوه قومندان په کور کې، دهلیکوپټر له لاری وسلې اچولي. هغه وویل دا غلطي وه او پلټنې به کوي.

XS
SM
MD
LG