د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مهاجر په پاکستان کې یو کمپ خالي کوي


په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د یو کمپ نه افغان کډوال ځکه روان دي چې د وتلو ورستۍ نیټه یې پوره شوی ده.

د پیښور د جلوزو له کمپ څخه په داسې حال کې د افغان مهاجرو د وتلو بهیر روان دی چې دوی ته ورکړل شوی مهلت اوس په ختمیدو دی.

پاکستاني مقامات وايي، له پلان سره سم نن د سه شنبې په ورځ دغه کمپ تړي.

د جلوزو کمپ درې لسیزې پخوا جوړ شوی و او شاوخوا ٧٠ زره افغان مهاجرو پکې ژوند کاوه. بلډوزرو وار له واره له ېوې مخې د کورنو په چپه کولو پیل کړی دی.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو اداره یا UNHCR ‏له هغو افغان مهاجرو سره مرسته کوي چې هیواد ته راستنیږي.

UNHCR وايي له ٢٠٠٢م کال راهیسې تر اوسه پورې درې میلیونو زیات افغان مهاجر خپل هیواد ته ورستانه شوي دي.

ددغې ادارې په قول یوازې ٢۴ زره یې په همدې روان پسرلي کې راستانه شوي دي. د UNHCR د معلوماتو لمخې په پاکستان کې دا وخت د دوه میلیونو افغان مهاجرو نومونه لېکل شوېدى او هلته ژوند کوى.

XS
SM
MD
LG