امنیتي چارواکي وايي د افغانستان په جنوب کې د سرک د غاړې د بم یوې حملې نن د سه شنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې دوه پولیس ووژل.
د پولیسو قومندان، صاحب جان وویل، له لېرې څخه کنترولیدونکی دغه بم د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه موټر وچاودید.
دغه حمله له هغه نه یوه ورځ وروسته کیږي چې مقاماتو وویل، طالبانو د کندهار په ولایت کې د پولیسو پر یوه پوسته حمله کړې او ١١ پولیسان یې وژلي دي.
د شنبې د ورځې راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ٢١ تنه پولیس وژل شوي دي.