د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ایتلافي حکومت د قاضیانو په برحالئ ټینگار کړی


د پاکستان د ایتلافي حکومت مشرانو خپله هغه وعده بیا یاده کړې چې د جمهور رئیس پرویز مشرف لخوا برطرف شوي قاضیان به بیرته بر‏حال کوي.

د پیپلز پارټۍ مشر، آصف علي زرداري د مسلم لیگ نواز گوند له رهبر او پخواني صدر اعظم نواز شریف سره نن په اسلام آباد کې خبرې کړي دي.

له غونډې وروسته د پاکستان د پیپلز پارټۍ یو بیان خپور کړ. په بیان کې ویل شوېدى جې ایتلافي حکومت پریکړه کړې چې هغه قاضیان به دوباره برحاله کوي کوم چې د جمهور رئیس مشرف لخوا ځکه له واک څخه لرې شوي وو چې د جمهوري ریاست لپاره د هغه بیا انتخابیدل یې رد کړي وو.

په یوه بل خبر کې، د پاکستان ولسي جرگې پرون د دوشنبې په ورځ داسې یو قرار داد منظور کړ چې د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د پخوانۍ صدر اعظمې بینظیر بوټو د وژل کیدو د تحقیق لپاره د ملگرو ملتونو څخه د تحقیق غوښتنه وکړي.

دغه قرارداد وايي، د ملگرو ملتونو یو کمیسیون باید د میرمن بوټو د مرگ عاملین په نښه کړي او محاکمې ته یې راکاږي.

میرمن بوټو تیر کال د دېسمبر په مېاشت کې هغه وخت د بم په یوې چاودنې او ډزو کې ووژل شوه چې د راولپنډۍ په ښار کې د انتخاباتو د مبارزې له یوې غونډې څخه راوتله.

جمهور رئیس مشرف د پیپلز پارټۍ هغه غوښتنه رد کړې چې وايي د میرمن بوټو د وژل کیدو د تحقیق لپاره دې د ملگرو ملتونو تحقیقاتي ډله راوبلل شي.

د ښاغلي مشرف سیاسي دریځ د تیرې فروري په میاشت کې هغه وخت کمزوری شو چې د هغه ملگرو د ملک په پارلماني انتخاباتو کې ماتې وخوړه.

د جمهور رئیس مشرف ځنیې مخالفین وايي، دوی باور لري چې د میرمن بوټو په وژنه کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې ځینو بې لارو او بدکړونو کسانو لاس درلود.

XS
SM
MD
LG