د لاس رسي وړ اتصالات

په زیمباوې کې وضع عادي حالت ته راگرځیدلې


نن په زیمبابوې کې د مخالف سیاسي گوند له هغه اخطار سره سره وضع عادي وه، چې ویلي یې وو په اعتصاب لاس پورې کوي تر څو مقامات مجبور شي د تیرې میاشتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجې اعلان کړي.

د دیموکراتیک بدلون غورځنگ وروسته له هغه د عامه اعتصاب غږ وکړ چې سترې محکمې یې هغه عریضه رد کړه چې د انتخاباتو له کمیسیون څخه پکې غوښتنه شوې وه چې د تیرې میاشتې د انتخاباتو نتایج په بېړه اعلان کړي.

مخالف گوند له خلکو غوښتي دى چې په کوڅو کې د مظاهرو پر ځای په خپلو کورونو کې کښیني. پولیسو د ملک په پایتخت هرارې کې گزمې کولې چې د تشدد مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG