د لاس رسي وړ اتصالات

په چېن کې تېر کال ۴٧٧ کسان اعدام شوېدى


د نړېوالى عفوې موسسه چې په ټوله نړى کې د مرگونو په سزا باندى رپوټ ورکوى واېې چې په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې چېن تر ټولو هېوادونو ډېر خلک ېعنى ۴٧٠ کسان په مرگ محکوم کړېدى او اعدام کړېدى.

تېرکال چېن دا خبره توضېح کړه چې د مرگ د سزا دعوې په څه ډول اجرا کېږى. په دې سبب په اعدامونو کې ډېر کمښت راغلى دى.

د عفوې نړېواله موسسه وايي د اعدامونو د شمېر پرتله د ا تاېېد ولى شى چې په چېن کې اعدامونه له نېماېې نه هم کم شوېدى.

د مثاله په توگه په ٢٠٠٦ مېلادى کال کې زر تنه اعدام شوى ول خو په ٢٠٠٧ مېلادى کې ۴٧٧ کسان اعدام شول.

د عفوى نړېواله موسسه وايي چې دغه کمښت ښاېې موقتى وى ددى سره دا خبردارى هم ورکوى چې د هغو کسانو رېښتېنې شمېر چې په اعدام محکوم کېږى هغه ښاېې ډېر وى.

ځکه چې د اعدامونو د شمېر مسله په چېن کې محرمه او ددولتى اسرارو په جمله کې شمېرل کېږى. د عفوې نړېواله موسسه وايي په چېن کې تر شپېتونه زېاتى گناهگانې شته دى چې دهغو په سر خلک په مرگ محکوم کېدلى شى.

په دغو گناهگانو کې د قتل کول، دمخدره موادو قاچاق کول، په ادارى فساد کې لتاړېدل او مالى اختلاس کول شامل دى.

د چېن د خارجه وزارت نطاقې جېانگ ېو د سه شنبى په ورځ دخپل حکومت د درېځ په باب داسى ووېل: "هغه شراېط په چېن کې ندى منځته راغلى چې د مرگ سزا په چېن کې ختمه شى او ددغې سزا ختمول به د چېن د خلکو لپاره هم د منلو وړ نه وى."

نطآقې ېو ووېل چې د چېن حکومت په دغه برخه کې هغه لاره غوره کړېده چې دا ورته حکېمانه او له احتېاط نه ډکه کړنلاره، وايي.

هغې ووېل دغه کړنلاره دا خبره ېقېنى کوى چې د مجرمانو ېوه کوچنى ډله چې ډېر پاخه جراېم ېې کړى وي د مرگ سزا ووېنى.

XS
SM
MD
LG