د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو په موقتى ډول له پاکستان نه د افغان مهاجرانو د خپلې خوښې ستنېدل، ځنډولى دى


ملگرو ملتونو په موقتى ډول له پاکستان نه د افغان مهاجرانو د خپلې خوښې ستنېدل، ځنډولى دى، ځکه چې په قبېلوى سېمه کې هغه سړکونه بند دى چې افغانستان ته ځى.

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وايي په پاکستان کې ځاېې قبېلوى شخړې ددې سبب سوېدى چې د مهاجرو ستنېدل له خنډونو سره مخامخ کړى.

رپوټ وايي چې له پېښور نه تورخم ته د لوېې لارې بندېدل ددې سبب سول چې هغه په سوونو افغان مهاجران چې خپلو کورونو ته ستنېدل، را اېسارشى.

د ملگرو متلونو د ېو اېن اېچ سى ار، نطاق ران رېډمنډ وايي تر ٣٦٠ زېاتى کورنۍ له پېښورنه خپل هېواد ته خوځېدلى، خو هغوى د سړک د بندوالى په سبب نشوى کولى چې خپل هېوادته ستانه شى.

نطاق رېډ منډ په دې برخه کې داسى وايي: "موږ ترهغه وخت پورې چې سړکونه، نه وى خلاص شوى په هغو کې د ېوشمېر کورنېو غم خورى کوو. ددى لپاره چې نورې ډېرې کورنۍ له دغه حآلت سره مخامخ نشى موږ په موقتى ډول د بېرته ستنولو او ځاې په ځاى کولو پروگرام چې د سه شنبى په ورځ د پېښور له لارې پېل کېده ځنډولى دى.

دوى به خپل سفر هغه وخت پېل کړى چې سړک خلاص شى. زه په دې برخه کې څه خاص معلومات نلرم چې دا شخړه د څه شى په سر ده. خو د همدغې شخړې په سر د سړک دېوې سترى برخى امنېت له منځه تللى دى. زه فکر نه کوم چې دا مسله به په هغو مهاجرانو پورې اړه لرى چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږى. دا په بشپړ ډول ېوه قبېلوى مسله ده".

د ملگرو ملتونو نطآِق، رېډ منډ وايي ېواېن اېچ سى ار د هغو درې سوه او شپېتو کورنېوله جملى نه ۴٥ کورنېو سره چې ډېرې محتاجى دى دى مرسته کوى. دغو کورنېو خپل هېواد ته سفر پېل کړې و خو له سړک نه تېر نشول.

موږ هغوى ته خوراکى مواد، کمپلى او پلاستېکى شېان ورکوو چې د شپې په تېرولو کې مرسته ورسره وشى.

رپوټ وايي چې دملگرو ملتونو دا پروگرام چې مهاجرېن بېرته خپلو کورو نو ته ستانه کړى په ٢٠٠٢ مېلادى کې وروسته له هغه نه چې طآلبان له واک نه وغورځول شول، پېل شوى و.

له هماغه وخت راهېسى UNHCR درې اعشارېه دوه ملېونه افغان مهاجران له پاکستان نه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړې او هلته ېې ځاې په ځاې کړېدى.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې د جلوزو کمپ چې تقرېبا او ېازره افغانان پکى اوسېږى، تمه وه چې د سه شنبى په ورځ بند شى خو د سړک د بندېدلو په سبب UNHCR له پاکستان نه غوښتنه وکړه چې مهاجرېنو ته د بېرته ستنېدلو لپاره نور وخت ورکړى.

رېډ منډ ووېل په دې نېژدى اونېو کې تقرېبا درى زره کسان بېرته خپلو کورو نو ته ستانه شوېدى.

هغه ووېل چې تر دېرشو نه زېاتو کورنېو ته وېل شوېدى چې د پنجاب د کوټ چند ن د مهاجرو په کلى کې ژوند وکړى.

XS
SM
MD
LG