د لاس رسي وړ اتصالات

"یوازی انتخابات کول، پخپله امنیت او عملی ډیموکراسۍ منځ ته نه راوړی!"


د یو د پاسه په دوه زرم کال کې، په امریکا باندی د تیرورستی حملو نه وروسته، د امریکا حکومت او د خارجی پالیسی ډیرو ماهرانو په ناکامو دولتونو کې د مداخلی پلوی وکړه چې دوی وژغوری.

مگر انتقاد کونکی وائې، نور مهم موضوعات هم شته دی.

په واشنگټن DC کې ‏د کیټو په موسسه کې د خارجی پالیسی مدیر کرسټوفر پریبل وائې: "حقیقت دا دی چې موږ باید د القاعدی سره چال چلند کړی وای. دی وائې، امریکا باید د تروریزم دله منځه وړولو کوښښ وکړی، نه دا چې د هیواد په بیا ودانولو باندی لاس پوری کړی."

پربیل وائې: "اکثره دولتونه ناکامه شویدی؛ او هغه چې کامیابه شویدی، هغوې ډیر وخت نیولی او ډیر لگښت ورباندی شویدی.

د امریکا د خارجی پالیسی اصلی هدف پخپلو پښو باندی د ناکامو دولتونو و درول دی چې زما په نظر دا یوه غټه نیمگړتیا ده. هرڅوک موافقه نلری چې یو ناکامه دولت دڅه شی نمایندگی کوی. "

مگر د بیلابیلو دلائلو له کبله، ناکامه دولتونه منځ ته راځی چې له ټولو نه مهم پکې جنگ، طبعی آفتونه، فقر او اداری فساد راځی.

پخپلو پښو باندی د یو ناکامه دولت ودرول پوره خطر لری. په ټوله نړۍ کې څه د پاسه په شلو هیوادونو کې د ملگرو ملتونو تقریبآ ‏(‎١۴٠ ‏)‎ زره سوله ساتونکی دیره دی.

په بوسنیا کې د ملگرو ملتونو سوله ساتونکی تقریبآ لس کاله دیره وو. په عراق کې د امریکا دوامداره تجربه سړی ته دا ور په یادوی چې یوازی انتخابات کول، پخپله امنیت او عملی ډیموکراسۍ منځ ته نه راوړی.

د ثبات او بیا ودانولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت منتظم، سفیر جان هربست وائې، د عراق په څیر چې د کمزوری دولتونو سره مرسته شوی وی، نو د هغه دفتر اضافی ‏(‎٢۴٨ ‏)‎ میلونو ډالرو ته ضرورت لری چې د ملکی کارونو لپاره ډلې جوړی شی چې په دوی کې اینجینیران، د روغتیا د چارو کارکونکی او د ښار پلان جوړونکی شامل دی.

ښاغلئ هربست وائې: "زه فکر کوم چې ښه لاره ئې دا ده چې دی کارته داخلیږو پدی باندی باید په څرگنده توگه پوه شو چې حالات څنگه دی، څومره وخت باید دلته پاتی شو، ددی لپاره چې په ښه شان مو کار پرمخ بیولی وی، نو موږ باید خپل کارسر ته ورسو او پخپله لارو لاړشو."

مگر مداخله هم حد لری. د بروکینگز د مؤسسې په رپوټ کې ‏(‎١۴١ ‏)‎ هیوادونه مطالعه شویدی او پدی کې افغانستان، عراق او د افریقا اته هیوادونه د لسو کمزوری ملکونو په سر کې راځی.

په دغه رپوټ کې سومالیه هم شامله ده چې وائې، دا په نړۍ کې تر ټولونه ناکامه دولت دی مگر د کانگرس غړی سمت په دغه هیواد کې د امریکا د مداخلی طرفدار ندی.

ښاغلئ سمت وائې:"دا یو سخت کار دی. زه فکر کوم چې یو وخت موږ ناکام دولت ووینو نو دهغې مخه باید ونیسو."

ښاغلئ سمت وائې، ځینی وخت امریکا او بین المللی ټولنه کوښښ کوی چې د بی ثباتی د خپریدو مخه ونیسی.

XS
SM
MD
LG