د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د نړیوال المپیک مشعل ته ښه راغلاست ووایه


پاکستان د چهارشنبې په ورځ د نړیوال المپیک مشعل ته ښه راغلاست ووایه، او ددې هیواد چین پلوه حکومت هیله من دی چې د نړیوال سفر په ترڅ کې به د المپیک مشعل دلته راتگ په خوښۍ او پرته له کوم جنجال څخه ولمانځل شي.

په چین کې د بشري حقوقو د د بد حالت په وجه په غربي هیوادونو کې د مشعل د گرځولو په وړاندې مظاهرې وشوی او پاکستان تر ډیره حده هڅه کړې چې د مشعل د تیریدو په وخت کې کوم جنجال پیدا نه شي.

نیمه شپه وه چې یوی طیارې د عمان نه دغه مشعل د لږ وخت لپاره په اسلام اباد کې پوځي اړوند ساحه ته راورسو.

ددوی د هرکلی لپاره په پاکستان کې د چین سفیر او د پاکستان د سپورت د ادارې رئیس ولاړ وو.

ټاکل شوی وه چې شپیته پاکستاني ورزشکاران به دغه مشعل په خوښیو او نڅاو د جناح په سټوډیوم کې وگرځوي.

XS
SM
MD
LG