د لاس رسي وړ اتصالات

نن په هند کی څلور څلوېښت کسان مړه شول


نن په هند کی په ېوه کانال کې د ېوه سروېس موټر د غورځېدلو په پېښه کې، څلور څلوېښت کسان مړه شول.

د هندی حکومتی مقامات واېې چه په گجرات صوبه کی نن ېو سروېس موټر چه د ښوونځي د شاگردانو نه ډک ؤ، په بوډېلی ښارگوټی کی دنرمدا کانال ته ولوېده.

د نجات او ژغورنې عملی فقط څلور ماشومان ژوندی وژغورل.

داسی معلومېږی چه ډراېور د موټر کنټرول له لاسه ورکړ او بېا دېوه کانکرېټی دېوال سره د ټکر نه سمدستی وروسته په کانال کی وغورځېده او په ژورو اوبو کی ډوب شو.

دوه سړي هم په دغه پېښه کی مړه شوی دی. د حکومت مامورانو ددې پېښې په باب تحقېقات شروع کړی دی.

په هند کی تل ډېر زېات مسافرېن هر کال په دې شان، ترافېکی حادثاتو کی مړه کېږی.

XS
SM
MD
LG