د لاس رسي وړ اتصالات

نن د نړئ قدرتونه، د اېران د اتومی پروگرام په باب، خپله غونډه شروع کوی


نن د نړئ ستر قدرتونه د اېران د اتومی پروگرام په باب او نړېوالې اتومئ انرژئ د اداراې سره ېې د خبرو لپاره د تشوېقولو په منظور په بېجنگ کې خپله غونډه شروع کوی.

ټاکل شوی ده چه په دی باب نن په شانگهاېې کی د امنېت د شورا پنځه داېمی غړي، المان او اروپاېې اتحاد راغونډ شی او د اېران د اتومی پروگرام د موجوده فعالېت په باب په خپل منځ کی سره سلا مشوره وکړی.

امرېکا، فرانسه، انگلستان، المان او اروپاېې اتحاد، دا تشوش لری چه اېران د اتومی بم په جوړولو بوخت دی او په اېران باندی د سختو اقتصادی بندېزونو د لگولو غوښتنه کوی.

مگر روسېه او چېن چه د اېران سره ډېری قوی اقتصادی او تجارتی اړېکی لری، ددغه شان سخت اقدام سره مخالف دي.

اېران تل دا موقف غوره کړی دی چه ېواځی غواړی اتومی انرژی حاصله کړی او اتومی بم نه جوړوی. اېران د ملگرو ملتونو دا غوښتنې رد کړی دی چه ېورانېم دې نه غنی کوی.

XS
SM
MD
LG