د لاس رسي وړ اتصالات

چېن د اېران د اټومى پروگرام په جنجال باندى د خبرو اترو کوربه توب کوي


دا اول ځل دى چې چېن د اېران د اټومى پروگرام په جنجال باندى د خبرو اترو کوربه توب کوي.

چېن غواړى چې دا څرگنده کړى چې له ېوې خوانه ېو داسى قدرت دى چې خپل مسوولېت احساسوى خو له بلې خوانه د اېران تېلو ته خپل ضرورت هم په نظرکې نېسى.

په هغه مجلس کې چې نن د چارشنبى په ورځ په شانگهاى کې کېږى، د ملگرو ملتونو د امنېت شورى پنځه داېمى غړى، اورپاېې اتحآد او جرمنى پکى گډون کوى.

دغه استاځي به د اېران لپاره داسى هڅوونکې پېشنهادونه وړاندى کړى چې د هغو په مقابل کې د خپلو ېورانېمو له غنى کونگ نه لاس واخلى او د ملگرو ملتونو د اټومى اېنرژى له موسسى سره بشپړه همکارى وکړى.

رپوټ وايي امرېکا، فرانسه، برتانېه، جرمنى او اوروپاېې اتحاد په دې اندېښمن دى چې ېورانېم ددى لپاره غنى کوى چې اټومى وسلى جوړې کړى؛ په همدى سبب په دې خبره ټېنگار کوى چې پراېران باندى ډېر پاخه بندېزونه ولگوى.

خو اېران دغه تورونه ردوى او د ملگرو ملتونو غوښتنى هم د خپلو ېورانېمو د غنى کونگ د بندولو په برخه کې ردوى که څه هم درې ځلې مخکى پرې په همدې سبب محدود بندېزوونه لگول شوېدى.

روسېه او چېن د ملگروملتونو د امنېت شورى داېمى غړى دى او له اېران سره ډېرې تجارتى اړېکى لرى. په همدې سبب د ډېرو ټېنگو بندېزونو ملاتړ نه کوى.

پروفېسور شېن ډېنگلي د چېن د فودان په پوهنتون کې د اټومى سېاست ماهر وايي چېن له ډېر نازک او حساس اقدام سره مخامخ دى او کوشش کوى چې په دې جنجال کې دواړه خواوې خو شاله وساتى.

پروفېسور ډېنگ لي په دې برخه کې وايي: "موږ ته پکارده چې داېران د ملکى اټومى اېنرژى د مشروع حق خېال وساتو او د لوېدېزو هېوادونو مشروع حق هم په نظر کې ولرو چې وايي د خپل اټوم د ماضى په باب څرگند معلومات ورکړى. نو په دې توگه چېن په دې منځ کې را اېساردى. موږ ته پکاردي چې دا دواړه کارونه وکړو او ښاېې چې په دې شخړه باندى روغه جوړه رانشى."

د چېن د خارجه وزارت معېن هي ېافى (He Yafei ) ووېل په خبرو کې دوى په دې موافقه وکړه چې په پلان کې کوم مهم شېان موجود ول. خو هغه ووېل چې لاتر اوسه پورې هم داسى شېان شته دى چې باېد کار پرې وشى.

ښاغلى ېافى په دې برخه کې داسى ووېل: " شپږو واړو هېوادونو په دې موافقه وکړه دېپلوماتېکو هلو ځلو ته ادامه ورکړى او په داسى هرړ خېز ډول کار وکړ چې ېوه جامع، دوامداره او د حل مناسبه لاره د اېران د اټومى پروگرام لپاره پېدا شى."

خو هغه په خپلو خبرو کې دا و نه وېل چې مخالفتونه په دې باندى ول چې په پېشنهاد کې څه ډول خاص شېان ذکر شى.

تمه وه چى د ېوې ورځې په دغه مجلس کې به په داسى مساېلو خبرى وشى چې ددى لپاره چې اېران د مذاکراتو مېزته حاضر شى نوي هڅوونکي پېشنهادونه به ورته وشى.

رپوټ وايي اېران درېم هېواد دى چې چېن ته ډېر زېات تېل برابروى. داېران خارجه وزېر ووېل دده هېواد به ډېر ژرداسى ېو وړاندېز وکړى چې د اجنجال به ډېر ژر حل کاندى.

هغه په دې برخه کې نو ر تفصېلات ورنکړل خو دومره ېې وېلى دى چې دا روغه جوړه به داېران د حقوقو درناوى کوى، نه دا چى محدود ېې کړى. دهغه اشاره د اېران د اټومى پروگرام په برخه کې وه.

XS
SM
MD
LG