د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران جمهور رئیس وايي تیل باید د سیاسي آلې په توگه استعمال نشي


د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد وايي، د تیلو د یوه بیرل لپاره ١١٥ ډالره، ډیر ټیټ قیمت دی. د ایران مطبوعاتو نن د احمدي نژاد دغه څرگندونې په داسې حال کې خپرې کړې چې، ایران د نفت او گازو د تولیداتو د دیارلسم نړیوال نندارتون کوربه دی. احمدي نژاد وویل، د تیلو د یوه بیرل لپاره ١١٥ ډالره قیمت ایښودل، فریب ورکول دي.

هغه وویل، دا چې تیل یو ستراتیژیک ضرورو دی، نو پکار ده چې اصلي ارزښت یې ومنل شي. مطبوعاتو همدارنگه د ښاغلي احمدي نژاد له خولې لیکلي چې تیل باید د تیل لرونکو هیوادونو پر ضد د هغوی د سیالانو لخوا د یوې سیاسي آلې په توگه استعمال نشي. د جمعې په ورځ ناوخته د خامو تیلو د یوه بیرل قیمت ١١٧ ډالرو ته وخته. لوړ شو.

XS
SM
MD
LG