د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو په بمبارۍ کې د حماس یو غړی ووژل شو


د فلسطین روغتیائی کارکوونکي وائی د اسرائیلود هوائی بمباری په نتیجه کی چی نن سهار وختی ئی د غزی د ښار په لویدیځ کی وکړه د حماس د ډلی یو تن یاغی وژلی او لږترلږه پنځه تنه نورئی زخمیان کړی دی.

د شنبی په ورځ د حماس یاغیانو دوه لاری موټرونه چی له باروتو ډک وو له غزی نه د اسرائیلو په لور وروستل او داسرائیلود سرحد په دوه لاری کی ئی سره وجنگول چی پکی دری تنه یاغیان ووژل شول او دیارلس تنه اسرائیلی عسکر پکی ټپیان شول. د اسرائیلو پوځی مقامات وائی دا حمله شاید د هغی لوی نقشی یوه برخه وی چی غوښتل ئی اسرائیلی عسکر برمته کړی.

د حماس ډلی ددی حملی مسئولیت په غاړه اخیستی او وعده ئی کړی چی نوروحملو ته به هم دوام ورکړی تر څو د غزی محاصره ماته کړی. همدارنگه په یوه بله پیښه کی دشنبی په ورځ د اسرائیلو په هوائی بمباری کی چی پر غزه ئی وکړه لږترلږه یو ملکی فلسطینی او اووه تنه د حماس د ډلی یاغیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG