د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دامریکا نظامی قوماندانانو په پاکستان کې دحملی اجازه غوښتې ده


دنیویارک ټائمزورځپاڼه رپوټ ورکوی چې په افغانستان کې دامریکانظامی قوماندانانو دامریکا له مامورانونه اجازه غوښتی ده چې دننه په پاکستان کې په قبائلی سیموکې په پاکستانی طالبانوباندی حملی وکړ.

دنیویارک ټائمز دورځپاڼی په ننی گڼی کې یومضمون خپور شویدی چې وائې، دامریکا دحکومت لوړرتبه مامورانو دغه غوښتنی ردکړی چې وائې، په افراطی پاکستانیانو باندی حمله دپاکستان نوی حکومت په غصه کړی چې دافراطیانو سره خبری کوی . دامریکا داستخباراتو ماموران وائې، په قبائلی سیموکې افراطیان دالقاعدی سره په افغانستان کې دامریکا اودمتحدینو دعسکرو په خلاف حملو توطئه جوړوی .

ورځپاڼه وائې، دامریکا دنظامی قوماندانانو په پشینهادونو کې دسرحد نه په اخوا دتوپخانی محدوده ډزی، دتوغندیوتوغول، دبی پیلوټه الوتکی بمباری یا د CIA)‏)‎ دوړو ډلو یا دخاصی قوی ‏حملی شامل دی . امریکا په اوس وخت کې دبی پیلوټه الوتکی نه په سیمه کې دعربو او خارجی افراطیانو دهدفونو په خلاف کاراخلی. رپوټ وائې، هغه امریکائې ماموران چې په دغو خبرو کې شامل دی په قبائلی سیمو کې دپاکستانی افراطیانوپه خلاف دراتلونکو حملو احتمال نه ردوی .

XS
SM
MD
LG