د لاس رسي وړ اتصالات

دبریتانی دبهرنیوچارو وزیر پاکستان ته په سفر تللی دی


دبریتانی دبهرنیو چارو وزیر ‏(‎ډیویډ بیلیبانډ ‏)‎ دحکومتی مشرانو سره دخبرو لپاره پاکستان ته رسیدلی دی . ماموران وائې، ښاغلې میلیبانډ نن دناارامه صوبه سرحد مرکزپیښور ته سفر وکړ. توقع ده چې دبریتانی دبهرنیوچارو وزیر دصوبه سرحد دگورنراو نورو محملی مامورانو سره ملاقات وکړی .

دوی په دغه غونډه کې په امنیتی موضوعاتو او په دوامداری همکاری باندی خبری وکړی. دبریتانی دکورنیو چارو وزیر ‏(‎جیکی سمت ‏)‎ دروانی میاشتی په سر کې ویلی و چې بریتانیه دی ته تیاره ده چې پاکستان ته زیاتی مرستی ورکړی څو دافراطیانو په خلاف مبارزه وکړی . پاکستان دغرب یو مهم متحد دی او دامریکا او بریتانی سره ئې دترورستانو دحملو په شنډولو کې مرسته کړیده .

XS
SM
MD
LG