د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان داوږده واټن توغندى ازموئېلى دى


پاکستان وايي چې داوږده واټن ېو توغندى ېې په خپلو نظامى تمرېناتوکې نن ددوشنبى په ورځ په کامېابى سره ازموئېلى دى. چارواکېو ددغه توغندي د ازموېنى ځاى ندى ښودلى . رپوټ واېې دادوېم توغندى دى چى په تېرو درو ورځو کې ازموئېل کېږى. د پاکستان د پوځ ېو خبر لېک وايى دغو ازموېنو دا تصدېق کړه چې د غه ستر اتېژېک توغندى د عملېاتو لپار ه چمتود ى .

د غه توغندى د شاهېن دوېم نمبر توغندېو باندى سنبال دى. نظامى چارواکى وايي چې دغه توغندى د دوه زرو کېلومترو په اندازه فاصله کې هدف وېشتلى شى او ددې قابلېت لرى چې ېا عنعنوى کوپړې له ځان سره انتقال کړى او ېا اټومى کوپړى انتقال کړى. دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره کانډو لېزا راېس په عربى هېوادونو غږ کړېدى چې دعراق لپاره په خپل دېپلوماتېک او اقتصادى ملاتړ کې زېاتوالى راولى. اغلى راېس نن ددوشنبى په ورځ دا خبرې هغه وخت وکړى چې د بحرېن په پاېتخت منامه کې ېې د د خلېج دهېوادونو له عالېرتبه دېپلوماتانو سره ملاقات کاوه. خارجه وزېره راېس په درى ورځنى سفر منځنى ختېځ ته تللى ده.

تردى وروسته به هغه کوېټ ته ولاړه شى . په کوېټ کې د ملگرو ملتونو پنځه داېمى غړېو هېوادونو چارواکى او داتو صنعتى هېوادونو استاځى، دعراق او نورو عربى هېوادونو غړى ددى لپاره دسه شنبى په ورځ را غونډېږى چې دعراق د اېنده په باب سره خبرى وکړى. هغه هېوادونه چې په کنفرانس کې گډون کوى توقع ده چې هغوى د عراق په برخه کې ېوه گډه اعلامېه په عېن حآل کې عراق په عربى هېوادونو باندى غږ کړېدى چې د عراق پوروونه وبښى. هغوى عربى هېوادونه دېته هم هڅولى دى چې په بغداد کې خپل سفارتونه بېرته فعال کړى. رپوټ وايي ډېر هېوادونه زړه نازړه دى چې په عراق کې خپل سفارتونه فعال کړى ځکه چې له هغوى سره امنېتى اندېښنى موجودې دى.

XS
SM
MD
LG