د لاس رسي وړ اتصالات

د مېرمن کلنټن بری


د پنسلوانېا په اېالت کی د خپل بری نه وروسته مېرمن کلنټن وا ېې چه کامېابی ښېې چه کولی شی د نوامبر په انتخاباتو کي کی دجمهوری گوند کاندېد جان مېکېن ته ماتی ورکړی.

مېرمن کلنټن د پنسلوانېا اېالت مقدماتی انتخابات پرون وگټل او په دی ترتېب ېې وکولی شول چه دسپېنی ماڼئ دگټلو لپاره خپله انتخاباتی مبارزه جاری وساتی.

د نېوېارک اېالت دغې سناتورې خپل سېال سناتور بارک اوباما ته په لسو فېصدو راېو ماتی ورکړه. د سه شنبی په ورځ د خپل بری نه لږ وروسته سناتوری کلنټن خپلو طرفداراونو ته وېنا وکړه او دهغوئ دملاتړ نه ېې مننه وکړه.

مېرمن کلنټن ووېل ، که څه هم چه، د هغی نه غوښتل شوی ؤ چه د انتخاباتو نه دی گوښه شی ،مگر دخپل دې بری نه وروسته به اوس هم به خپلی انتخاباتی مبارزی ته دوام وکوی ،ځکه چه دهغې په قول په پنسلوانېا کی دانتخاباتو په نتېجه کی اوس د حالاتو رخ د هغی په گټه راڅرخېدلی دی او بدلون راروان دی.

ښاغلي اوباما په انډېانا اېالت کی خپلو طرفدارانو ته د وېنا په وخت مېرمن کلنټن ته مبارکی ورکړه او دمېرمن کلنټن په ځای ېې د مخالف جمهوری گوند په کاندېد سناتور جان مېکن باندی سخت انتقادونه وکړل.

خوپه پنسلوانېاکی دماتی سره سره اوس هم سناتور اوباما د مېرمن کلنټن نه هم د استازو په حساب او هم د اولسی راېو دشمار په حساب مخکی دی. د پنسلوانېا اېالت ټول ېوسلو اته پنځوس استازي لری چه دواړو کاندېدانو په منځ کی به د متناسب وېش په بنېاد تقسېمېږی. اوس د دواړو کاندانو انتخاباتی مباررزه انډانا او شمالی کارولاېنا اېالتونو ته خوزېږی.

XS
SM
MD
LG