د لاس رسي وړ اتصالات

رېچرد بوچر وايي : دافغانستان امن اوثبات د مرکزى اېسا دهېوادونو لپاره حېاتى اهمېت لرى


متــــــــــن:

ښاغلى بوچر د خپلو خبرو په پېل کې ووېل په مرکزى او جنوبى اسېا کې چې په دې نېژدى وخت کې کومې پېښى شوېدى، هغه ډېرې مهمې دى او ډېر فرصتونه ېې منځ ته راوړى دى. په خاصه توگه دهغو کارونو له امله چې د سږکال په اولوکې پېښ شول.

ښاغلى بوچر د پاکستان په هلکه ووېل چې موږ په پاکستان کې کامېاب انتخابات درلودل او هغه ددېموکراتېک حکومت په لور دبدلون ېوه کامبېابه مرحله وه. هغه داسى ووېل: (١)

(...له انتخاباتو نه مخکې موږ هېله لرله چې انتخابات به ېو داسى دېموکراتېک حکومت منځته راولى چې قوى او معتدل مرکز ولرى. او واقعا چې هغوى د داسى گووندونو ېو اېتلافې حکومت جوړ کړ.)

هرڅوک هلته اوس داېنده په لورى گورى چې د ېوې پر مختللى ټولنى په څېر څنگه پر مخ ولاړشى. په خپله ټولنه کې ثبات اوامن ولرى چې په خپله په پاکستان کې او د سېمې په چم گاونډ کې له افراطېت سره مقابله وکړى.

بوچر په دې برخه کى داسى ووېل : (٢)

(... ډېر مهم شېان چې زه د پاکستان له چارواکېو نه په دې نوى حکومت کې اورم ېو پکى دادى چې دوى په دې پوهېږى چې داددوى، مبارزه ده او داددوى جگړه ده. دوى غواړى چې مقابله ورسره وکړى او هره ممکنه وسېله چې په لاس کې لرى له هغى نه کار واخلى. ددې مانا داده چې خکلو ته ښه فرصتونه برابر کړى شى او ښه تعلېم ورته برابر کړى شى او که ضرورت پېښ شى نو له نظآمى قوې نه هم کارواخلى. )

هغه دخپلو خبرو په ادامه کې ووېل چې په پاکستان کې دېموکراتېک بدولونونه ډېر څرگند فرصتونه برابرولى شى. دامرېکا حکومت له نوي حکومت سره خبرى کوى او په دې فکر کې دى څنگه هغوى سره په داسى پراخه مساېلو کې چې په هغو کې د پاکستان عصرى کول او با ثباته کول شامل دى ونډه واخلى.

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

رېچرډ بوچر دافغانستان په هلکه ووېل موږ دناټو له انډېوالانو او شرېکباڼو سره په بخارست کې ، دافغانستان په هلکه ډېر مهم مجلس درلود.

ښاغلى بوچر وايي : (٣)

(.... هتله به تاسى له نړېوالى ټولنى نه داوږدې مودې لپاره ېو قوى تعهد دا فغانستان په هلکه بېا اورېدلى وى. دغه تعهد به پراخه بنسټ لرى او له ټولو لارو چارو نه به کار اخېستل کېږى چې افغانستان ته ثبات راوستل شى. )

له بل پلوه دملگرو ملتونو د عمومى منشى لپاره د افغانستان نوى اوخاص استاځى ټاکل شوېدى او زه دېته امېدو ار ېم چې د افغانستان لپاره هلى ځلى به اوس ډېرې منظمى شى او تمرکز به پېدا کړى. هغه افغانستان ته تللى دى او بله اونى به واشنگټن ته راځى.

په خاصه توگه دا هلى ځلى باېد ترمحلى حکومتونو پورې ورسېږى. په دې ډول به له ېاغېانو سره هم مقابله وشى او حکومت هم په خپلو کارونو کې موثر سى. بوچر ووېل : (۴)

(...ددى لپاره چې ټولى هلى ځلى منظمى او هماهنگى ولرى ددې ضرور ت پېښېږى چې ښه حکومتدارى منځته راسى ، پولېس منځته راسى ، وړې پروژې منځته راسى له خلکو او قبېلو سره خبرى وشى. په دې ډول ددى ضرورت پېښېږى چې داخلک له ېوې ملى ادارې اوحکومت سره وتړل شى او دملى حکومت برخه وگرځى. برق ولرى، سړکونه ولرى.

هغه ووېل که موږ داهڅې منظمى کړى سو نوهلته واقعى فرصتونه اوامکانات موجود دى. همدغه هلى ځلىبه ثبات راولى، د حکومت قابلېتونه به پراخه شى او امن به هم ورسره پراخه شى. او دا امکانات به لېرې اولسوالېو او علاقدارېوپورې ور وغزېږى.

زموږ نېت دادى چې د ملگروملتونو، اېساف، او بسپنه ورکوونکېو هېوادونو ترمنځ او په خپله دافغانستان ترمنځ نېژدى همکارى او تفاهم موجود وى.

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

ښاغلى بوچر ددى پوښتنى په ځواب کې چې د افغانستان تحؤلاتو او امنېتى ستونزو دمرکزى اسېا په هېوادونو چې افغانستان دېوې تجارتى لارې په توگه استعمالولى سى څه ډول اغېزه کړېده. هغه په دى برخه کې داسى ووېل : (٥)

(...زه فکر کوم چې افغانستان د مرکزى اسېا دهېوادونو لپاره حېاتى اهمېت لرى. په دواړو لحاظونو هغه که ښه وى او که بد. دافغانستان با ثباته کول او داقتصاد له پلوه دنورو پر مخ خلاصول او داسى ېو هېواد ترېنه جوړول چې دهرهېواد لپاره دوست وى.)

ښاغلى بوچر زېاته کړه چې دا کار په واقعېت کې نه ېوازې ددى لپاره ضرور دې چې له ترهگرى سره مبارزه وشى، بلکه دافغانستان لپاره ېو تارېخى او ستراتېژېک بدلون دى. ځکه ځېنى خلک وايى افغانستان د څو سوو کلونو لپاره او ځېنى واېې تر زرو کلونونه زېات د مرکزى اسېا اونورو هېوادونو حتى ددوه امپراتورېو ترمنځ د ېو حآېل په حېث موجود و.

نو په دې توگه موږ فکر کوو چې دافغانستان تحولات اوانکشافات، او د سېمى دهېوادونو سره د همکارى لپاره په ډېرو برخو کې ډېر اهمېت لرى اوله هغې جملى نه د ترهگرى سره په مبارزه کې، د قاچاق او مخدره موادو په مخنېوى کى د بندرونو او تجارتى مساېلو په هماهنگى کې خاص اهمېت لرى، هغه ووېل دى په خپله د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ېو پول دپرانېستلو شاهد و اودا ددواړو هېوادو په تجارتى راکړى ورکړى ډېر مثبت تاثېر لرى.

XS
SM
MD
LG