د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پېټرې ېس به دافغانستان اوعراق د عملېاتو قوماندان وټاکل سى


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ گېټس وایی د دفاع دوزارت مقامات په افغانستان کی دناټو او ایتلاف د قوماندانی د ساختمان د احتمالی بدلون په باب بحث کوی. مگر دی وایی متحده ایالات خپلو متحدینو ته د رسمی پېشنهاد کولو ته تیار نه دی.

کله چی د دفاع وزیر رابرټ گېټس د چار شنبې په ور ځ اعلان وکړ چی په عراق کی د متحده ایالاتو او ایتلاف د قواو اوسنی قوماندان جنرال پیټریوس د متحده ایالاتو دمرکزی قوماندانی د ریس په حيث ټاکل کېږی ده وویل چی دا پېشنهاد ده کړی دی ځکه چی جنرال پیټریوس په نامتوازن جنگ کی د متحده ایالاتو تر ټولو لوی پوځی ماهر دی.

نامتوازن جنگ داسی یوه اصطلاح ده چی دافغانستان او عراق په برخه کی استعمالېږی چی هلته منظم پوځ د یاغاینو سره په جگړه لگیا دی. ډېر زیات خلک په دې عقیده دي چی پیټریوس په عراق کی په یوه کال کی د ایتلاف د قواو د رهبری کولو په جریان کی ډېر لوی پرمختگونه کړي دی.

مرکزی قوماندانی معمولا په عراق او افغانستان دواړو کی د متحده ایالاتو د پوځی عملیاتو نظارت کوی. مگر یو نیم کال مخکی چی په افغانستان کی د متحده ایالاتو د پوځیانو په شمول اکثری بین المللی قواوی د ناټو تر کنټرول لاندی سوې د مرکزی قوماندانی ریس د دوی له ریاست څخه لیری سو.

دا داسی یو کار دی چی د دفاع وزیر گېټس وایی د متحده ایالاتو مقامات ښایی د هغه د تغیر غوښتنه وکړی.

٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥

د دفاع په وزارت کی په دې باب ډېر بحثونه کېږی چی موږ په افغانستان کی د قوماندانی او عسکری اوامرو تر ټولو بهتر ترتیب لرو او کنه. ما په دې باره کی هیڅ فیصله نه ده کړې. ما جمهوریس ته په دې باره کی هیڅ توصیې نه دي کړی. موږ اوس هم پر دغی مسلې باندی بحثونه کوو.

افغانستان اوس حاضر د قوماندانی دوه اړخیز سسټم لری، چی د متحده ایالاتو د پنځه دېرشو زرو پوځیانو یوه برخه او د نورو هیوادونو یو څه پوځیان اوس هم د متحده ایالاتو په رهبری هغو ایتلافی قواو له خوا رهبری کېږی چی په کال ٢٠٠١ کی یې پر افغانستان باندی برغل وکړ.

ځینی صاحب منصبان شکایت لری چی وایی دغه دوه اړخیزه قوماندانی کار نه ورکوی او لکه څرنگه چی باید وی هغسی په مو ثره توگه نه سی تنظیمېدلای. مگر د دفاع وزیر گېټس وایی په دې کی تغیر راوستل اسانه کار نه دی.

٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥

زه فکر کوم چی زموږ دمتحدینو په نظر د قوماندانی ساختمان یوه حساسه مسله ده . او که چېری د تغیر راوستلو موضوع راپورته کېږی نو باید چی زموږ له متحدینو سره ټینی سلامشورې وسی او دهغوی سره پر دې خبری بحث وسی چی کومه طریقه زموږ د پرمختگ دپاره ښه کار ورکوی.

د دفاع وزیر گېټس وویل په دغه باره کی تراوسه پوری دغه راز سلامشورې نه دي سوی.

مگر تر څو پوری چید قوماندانی په ساختمان کی تغی ررانه وستل سی جنرال پیټریوس به سم کار ونه کړای سی او دهغه هلی ځلی به محدودوی نتیجې ورکړی او لکه څرنگه چی تر ده دمخه امیرالبحر ویلیم فالن محدود صلاحیتونه درلودل دی به هم دغه راز محدود صلاحیتونه لری. د دفاع وزیر گېټس وایی دی اوس هم انتظار لری چی جنرال پیټریوس به دافغانسنتان خواته خپله توجه زیاته کړی.

٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥

افغانستان د امیرالبحر فالن دپاره ډېر زیات اهمیت درلود. دا اوس د پوځی عملیاتو یوه همه صحنه ده . او زه خو اټکل کوم چی د جنرال پیټریوس دپاره به هم افغانستان ډېر زیات اهمیت ولری.

سره له هغه چی د ناټو عالی قوماندان او په برلسز کی د ناټو په پوځی قوماندانی کی د هغه امر دواړه امریکایان دي په افغانستان کی د پوځیانو د قوماندانی د ساختمان مسله ډېره مهمه ده . مگر ددغو صاحب منصبانو لاسونه هم د ناټو د پالیسو فیصلو چی په عمومی توافق ترلاسه سوي دي او هغو محدودیتونو تړلي دي چی د ناټو اکثرو هیوادونو د خپلو پوځیانو د عملیاتو په مخ کی وضع کړي دی.

XS
SM
MD
LG