د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د بم په چاودنه کی درې تنه وژل شوي دي


د پاکستان د مردان په ښار کی نن د موټر بم په چاودنه کی چی د پولیسو د یوه سټېشن مخي ته وشوه درې کسه وژل شوي دي . پولیس وایی چی دوی باور لری چی په هغه موټر کی چی د پولیسو سټېشن ته نژدې درول شوی و ، بمونه وو . د طالبانو یوه پاکستاني نطاق مولوي عمر خبریالانو ته وویل چی دا حمله د پولیسو له خوا د یاغیانو د یوه مشر د وژلو په انتقام اخیستو کی شوې ده.

مگر هغه وویل چی طالبان هغه اورزبند ته متعهد دي چی په دې هفته کی د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مهسود له خوا اعلان شوی دی. اسوشیټیډ پریس خبري آژانس د طالبانو د نطاق له قوله وایی چی د نن ورځي حمله ددې اوربند د اعلانیدو نه مخکي ترتیب شوې وه. د مهسود له خوا دا اوربند د هغو رپوټونو سره یو ځای اعلان شو چی وایی د پاکستان حکومت د افراطي ډلو سره د سولي یوې موافقې ته نژدې شوی دی . مگر پاکستاني چارواکو دا رپوټونه نه دي تا یید کړي.

XS
SM
MD
LG