د لاس رسي وړ اتصالات

د اتومي انرژئ د بین المللي آژانس مقامات د خبرو لپاره ایران ته راځي


د ایران مطبوعاتو خبر ورکړی چې د اتومي انرژئ د نړیوال آژانس مرستیال په راتلونکې هفته کې ایران ته راځي او له ایراني مقاماتو سره ددغه هیواد د اتومي پروگرامونو په باب خبرې کوي. د ایران د متعلمینو خبري آژانس نن د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې د اتومي انرژئ د نړیوال آژانس مرستیال، اولي هینانن به د دوشنبې په ورځ له ایراني مقاماتو سره په تهران کې خبرو ته کښیني. تیره اوونۍ هم ښاغلی هینانن د خبرو لپاره ایران ته تللی و.

د چهارشنبې په ورځ د اتومي انرژئ بین المللي آژانس وویل، ایران موافقه کړې چې د ملگرو ملتونو ادارې ته به اجازه ورکوي هغه تورونه وڅیړي چې وايي ایران د اتومي وسلو د جوړولو په لټه کې دی. د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد ویلي، تهران د خبرو ملاتړ کوي خو خپل اتومي پروگرام به بند نکړي.

XS
SM
MD
LG