د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې  د بمونو په چاودنوکې دری تنه پولیسان وژل شویدی


له افغانستان نه رسیدلی رپوټونه وائې، دبمونو په ننیوو چاودنوکې لږترلږه دری تنه افغان پولیسان وژل شوی دی. دغزنی په ولایت کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې لږترلږه دپولیسو دوه صاحب منصبان وژل شوی، دپولیسویو موټر تباه شوی او نور یوشمیرکسان زخمیان شویدی.

دی ته ورته چاودنه په لویدیځ ولایت فراه کې شوی چې دپولیسو یو صاحب منصب پکې وژل شوی او لږترلږه یو بل تن زخمی دی . هیچا ددغو حملو مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی مگر افغان ماموران ددارنگه حملو ملامتی په افراطی طالبانو باندی اچوی . په افغان پولیسانو باندی دحملو په لړکی دا وروستی حملی دی چې ځینی وخت دوی دنورو امنیتی قواونه کمه عسکری روزنه لیدلی ده .

XS
SM
MD
LG