د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد  دصدر په سیمه کی اته تنه مړه شوی دی


نن د یکشنبی په ورځ پولیسو او د روغتون کارکوونکو وویل په هغو نیښتو کی چی د شیعه دمهدی ملیشی د یاغیانود امریکا د پوځ او عراقی قواوو تر مینځ وشوی مرگ ژوبله اوښتی چی په مړو کی یوه ښځه او دوه تنه ماشومان هم شامل دی.

د شنبی په ورځ وختی د هغه بم د چاودنی په نتیجه چی دعراق په شما ل کی د موصل په ښار کی وشوه لږترلږه دوه ملکی خلک وژل شوی او له څلویښتو تنوڅخه زیات ټپیان شوی دی. د امریکا پوځ وائی یاغیانو له چاودیدونکو موادوډک موټرد عراق د موصل په ښار کی دعراقی پوځیانو په پوسته وروست اووئی چاوده.

همدارنگه عراقی امنیتی مقامات وائی د شنبی په ورځ یوه ځان وژونکی خپل موټر چی پکی بمونه ایښودل شوی ؤ دبغداد په ختیځ کی د امریه په سیمه کی له یوی گزمی سره وجنگاوه دوه تنه ئی ووژل او اته تنه نور ئی ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG