د لاس رسي وړ اتصالات

اېران وايي دامرېکا حمله پردوى باندى د توقع خلاف ده


اېران وايي چې ددوى په اسلامى جمهورېت باندى دامرېکا حمله د توقع خلاف ده ځکه چې دامرېکا پوځ په عراق او افغانستان کې ښکېل دى. داېران د بهرنېو چارو د وزارت نطاق محمد على حسېنى نن د ېکشنبى په ورځ ووېل اېران په دې کې شک لرى چى امرېکا به په هغه څه کې ځان لتاړ کړى چى دوى په خپله ورته ېو نوى مصېبت وايي. امرېکا ېانو په خپله دامنلى ده چې پر اېران باندى حمله به د سېمى اونړۍ لپاره ډېر دردوونکي اوغم لړلي نتاېج ولرى.

د حسېنى تبصرى له هغه نه وروسته وشوې، چې دامرېکا سمندرى قوې ووېل دامرېکا ېوې بېړۍ د فارس په خلېج کې داېران پر دوو کوچنېو بېړېو باندى چې هغوى ته ورنېژدى کېدلې خطاېې ډزې کړېدى. اېران له دېنه انکار کړېدى، چې ددوى ېوه بېړۍ هم د امرېکا له سمندرى قوې سره په کوم جنجال کې لتاړه نه وه.

داېران دا وېنا وروسته له هغه نه خپرېږى چې د امرېکا دلوېو درسېتزانو رئېس او دسمندرى قواو ستر جنرال ماېک مالېن او همدارنگه ددفاع وزېر رابرټ گېټس تېره اونۍ پر اېران دا تور ولگاوه چې اېران دعراق ېاغې ملېشو ته خپلې نظامى مرستى چټکى کړېدى.

XS
SM
MD
LG