د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراېېلو ټانک ېوه ښځه او  څلور ماشومان په خپل کور کې وژلى دى


د فلسطېن چارواکى وايي چې اسراېېلو پرېوه کور باندى بمبارى کړېده. ېوه ښځه او څلورماشومان ېې پکى وژلى دى.

د اسرائېلو ټانک په هغه کور باندى ډزې وکړى چې ېوې ښځې او څلور ماشومانو ېې د سهار دنارى لپاره ځانونه چمتو کول.

د هغې ټول ماشومان له شپږ کلنى نه ټېټ ول. دغه پېښه د بېت هانون په ښارگوټى کې شوېده.

د اسراېېلو پوځ وايي ددوى عسکر هغه وخت دغه ښارگوټى ته ننوتل چې د ټوپک والاو ېوه ډله د سرحدى گزمى په لور روانه وه.

په دې توگه عسکرو د ټانکونو ډزې وکړى اوېوه خطايى گولۍ په دغه کور ولگېدله. د اسراېېلو ددفاع وزېر ېهود براک ددغې پېښى پړه د حماس په سر تېرى ډلى باندى ور اچوى.

XS
SM
MD
LG