د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د افغانستان اردو د اگست تر مېاشتى پورې د کابل د امنېت چارې سنبالولى شى


ناټو وايي د افغانستان د جمهور رئېس حامد کرزى د قتل کولو هڅو پرهغه پلان اغېزه نده کړى چې وايي د کابل امنېت به د افغانستان ملى اردو ته وسپارل شى.

د ناټو وېاندى جنرال کارلوس برانکو د امرېکا غږ ته نن ووېل چې د افغانستان امنېتى قواو په بشپړ ډول ددې قدرت درلود چې د ېکشنبى په ورځ د جمهور رئېس د قتل دد هڅو د پېښې په برخه کې اقدام وکړى.

هغه ووېل چې د افغانستان ملى اردو او پولېس د اگست تر مېاشتى پورې د کابل د امنېت چارې سنبالولى شى.

بل پلو، دافغانستان چارواکي د ېکشنبې د ورځې دهغې پېښې په نورو مشکوکانو پسى گرځى چې دافغانستان د جمهور رئېس حامد کرزى د قتلولو لپاره پکې هڅې وشوې.

په داسى حال کې چې امنېتى چارواکېو دا پوښتنى کولى چې طالبانو څنگه وکولى شول چې جمهور رئېس ته دومره نېژدى، ورشى، عسکر نن ددوشنبى په ورځ په ټول کابل کې په چټکى سره گرځېدل او لټه ېې کوله.

طالبان د عسکرى رسم گذشت په وخت کې جمهور رئېس ته نېژدى شوى ول. په دغه برېد کې فضل الرحمن څمکنى د اولسى جرگې ېوغړى او ېولس کلن هلک ووژل شول.

د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى، په داسى حال کې چې د راکټونو او اوتومات ټوپکو گولۍ د ږلۍ په څېر ورېدلى، د پېښې له ځاې نه روغ رمټ ووت.

په دغه پېښه کې لږ تر لږه لس کسان زخمى شول. رپوټ وايي امنېتى قواو درى برېد کوونکي ووژل او څوتنه نور ېې بند ېان کړل.

طالبانو ووېل دوى ددى لپاره دا حمله وکړه چې دا څرگنده کړى چې دوى هر چېرته حمله کولى سى. د سپېنى ماڼۍ وېاندې ډا نه پرېنو ووېل چې د تر هگرانو خطر واقعى اوخونړى دى.

هغې ووېل چې د ترهگرانو سره مبارزه د امرېکا، افغانستان اوعراق د حکومتونو لپاره تر ټولو لوړه او مهمه مسله ده.

د ېکشنبى په ورځ په کابل کې داحمله په داسى وخت کې وشوه چې په افغانستان کې د وروستى کمونېستى حکومت د سقوط شپاړسمه کلېزه د ٢١ توپونو په ډزو او عسکرى رسم گذشت سره لمانځل کېدله.

چارواکېو په دغه مناسبت د امنېت د ښه کولو لپاره له څو اونېو راهېسى کار کاوه.

XS
SM
MD
LG