د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او ترکمنستان چارواکو نن په کابل کی څو قراردادونه لاسلیک کړل


د ترکمنستان جمهور رئیس، قربانقلی بردی محمدوف چې نن کابل ته ورسید، د جمهور رئیس کرزی سره یی د لیدنی نه وروسته په یوه گډ خبری کنفرانس کی د دواړو هیوادونو اړیکی ښې وبللې او ستاینه یی وکړه.

جمهور رئیس حامد کرزی وویل چی افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزو اقتصآدی، فرهنگي او تاریخي اړیکو د لاغښتلی کولو دپاره به مهم گامونه اوچت کړی.

دا قراردادونه د وزیرانو سره د نورو برخو تر څنگ د انرژی د انتقال په برخه کی هم تر سره شول چی پکی د اورگاډي پټلی هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG