د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د طالبانو قوماندان ددغه هېواد له نوى حکومت سره د سولى عجېبى خبرى ځنډولى دى


د بېت الله محسود ېوه نطاق نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې هغه د سولى مرکى جرگې ددې لپاره بندى کړى چې د پاکستان حکومت له دېنه انکار کوى چې له قبېلوى سېمى نه چى له افغانستان سره سرحد لرى خپل عسکر وباسى.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې برخه کى په رسمى ډول څه ندى وېلى.

تېره اونى بېت الله محسود خپلو جنگېالېو ته امر وکړ چې د پاکستان پر پوځ باندى خپلې حملى بندى کړى.

ترهغې وروسته په رپوټو نو کې ووېل شول چې دپاکستان حکومت په ېوه داسى روغه جوړه باندى له دغې ډلې سره خبرى پېل کړى چې پنځه لس مهم ټکى لرى. د بېت الله مهسود ډله د تحرېک طالبان په نامه ېادېږى او په جنوبى وزېرستان کې دېره دى.

امرېکا او د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف په بېت الله مهسود باندى دا تور لگولى دى چې تېرکال د پاکستان د پخوانۍ صدر اعظمى بېنظېر بهټو د مرگ پلان همده جوړ کړى و.

په پاکستان کې د ترهگرانو خلاف د سولى د خبرو پېل کول ېوه نادره مسله ده، ځکه پاکستان د ترهگرانو خلاف سخت درېځ درلود.

همدغه کار د امرېکا ېو شمېر چارواکى اندېښمن کړېدى. د پاکستان نوى حکومت د فبرورى په انتخاباتوکې پروېز مشرف ته چې دامرېکا کلک انډېوال دى ماتى ورکړه.

نوي حکومت لوړه کړېده چې د پاکستان د ترهگرى خلاف په پالېسى کې بدلون راولى.

XS
SM
MD
LG