د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د سختو جگړو په ترڅ کې ٣٨ جگړه ماران ووژل شول


د امرېکا د متحده ایالاتو پوځ وايي امریکايي او عراقي قواوو په بغداد کې د روانې هفتې د تر ټولو سختو جگړو په تر‏څ کې ٣٨ جگړه ماران وژلي دي.

پوځي چارواکېو نن د دوشنبې په ورځ وویل، جگړه مارانو پرون په بغداد کې له دوړو او خاک باد نه گټه واخېستله او یوه منظمه حمله ېې پیل کړه.

خرابې هوا او سخت باد د هغو امریکايي جنگي هلیکوپترو مخه نیولې وه چې د عملیاتو پر وخت د مخالفینو د ځپلو لپاره د یوې مهمې وسیلې په توگه ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د یکشنبې په ورځ تر ټولو درنه جگړه د صدر په ښار کې پیښه شوه. د صدر ښار د شعیه ملا مقتدا صدر د طرفدارو ملیشو ېعنى د مهدى د پوځ مهم مرکز گڼل کیږي.

په یوې بلې پیښې کې، امریکايي او عراقي عسکرو د هغو جگړه مارانو مخه ونیوله چې د عراقي قواوو پر پوسته یې برید وکړ.

په نښته کې ٢٢ حمله کوونکي ووژل شول خو امريکايي او عراقي قواوو ته مرگ ژوبله نده اوښتې.

XS
SM
MD
LG