د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د اور گاډي د ټکر په پیښه کې ٧٠ کسان مړه او ۴٠٠ زخمیان دي


چینايي مقامات وايي د هیواد په خیتځ کې د دوو مسافر وړونکېو اور گاډو د ټکر په نتیجه کې لږ تر لږه ٧٠ کسان وژل شوي او په سلگونو نور زخمیان دي.

د چین د رسمي خبري زینهوا آژانس د خبر لمخې، دغه پیښه نن سهار له لمر ختو مخکې د شانډونگ ایالت د زیبو په ښار کې وشوه.

آژانس وویل، له ۴٠٠ نه زیات کسان روغتونونو ته رسول شوي چې د ٧٠ کسانو حالت یې د اندېښنې وړ دی.

ددې امکان شته چې د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي. زینهوا د چارواکو له خولې لیکلي، پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې له پیکینگ څخه ختیځ ښار کینگ ډو ته روان یو اورگاډى له خپلې پټلۍ واوښته او له یوه بل ریل سره یې ټکر وکړ، کوم چې له یانټای نه د زوهو ښار ته روان و.

رپوټونه وايي، دواړه اور گاډي ډیر تیز روان وو. چارواکو په پیښه کې د ترورستانو لاس لرل رد کړي دي. د چین د صدراعظم مرستیال، ژانگ دیجیانگ د پیښې ځای ته ددې لپاره ورغلی دى چې د ژغورنې کارونه اوهڅى معاینه کړي.

XS
SM
MD
LG