د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان وزیران له پارلمان څخه د نه باور د راییو په ډیر لږ توپیر سره په خپلو  څوکیو پاتی شول


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملی امنیت ریس، له پارلمان څخه د نه باور د راییو په ډیر لږ توپیر سره په خپلو څوکیو پاتی شول.

په جمهور ریس کرزی باندی د غوایی د اتمی نیټی د وژونکی برید تر سره کیدو وروسته نن د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ، د کورنیو چارو وزیر، ضرار احمد مقبل، او د ملی امنیت ریس، امر الله صالح، پارلمان ته استهزا شول، او د پیښی پر مهال یی د ځای تشولو او غبرګون نه کولو په اړه پارلمان ته ځوابونه وویل.

امرالله صالح، د ملی امنیت ریس، د جشن په سیمه کی په جمهور رییس باندی برید د امنیتی ارګانونو ناکامی وبلله او له ملت څخه یی بښنه وغوښتله.

مهمه داده چی څه د پاسه ۱۰۰ تنو نا راضی وکیلانو له یوی میاشتی وروسته نن د ولسی جرګی په عمومی غونډه کی کډون وکړ.

XS
SM
MD
LG