د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د برید کوونکو سره د ټوپکو او د توغندیو د ډزو تبادله


افغان چارواکی وایې امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په یو کور کې د ناپیژندل شوو بریدکوونکو سره د ټوپکو او توغندیو ډزې تبادله کړې.

د استخاباراتو د ادارې ویاند وویل چې امنیتي ځواکونو غوښتل شکمن وسله وال ژوندي ونیسي مگر دا یې واضح نکړه چې څوک یې هدف و.

د پیښې په ځای کې د اسوشییتید پرس یو خبریال وویل چې په دغه نښته کې دواړو خواو د راکټ، لاسي بمونو او سپکو وسلو ډزی وکړی.

وسله وال کسان په کابل کې د بابر بڼ ترڅنگ په یو زوړ کور کې محاصره شوي وو.

د تیرې یکشنبې ورځی چې پر حامد کرزي د وسله والو طالبانو لخوا مرگونی برید وشو او هغه تری ژوندی ووت، امنیتي ادارو کوټلي اقدامات پیل کړي.

د ملي امنیت رئیس امر الله صالح د دوشنبې په ورځ ویلي و چې پر جمهور رئیس د حملی نه خبر وو خو پر وخت یې د هغه مخه ونه نیولی شوه. او په دې اړه یې جمهور رئیس هم خبر کړی و.

XS
SM
MD
LG