د لاس رسي وړ اتصالات

خبري کنفرانس: په کابل کې د نن ورځې د عملیاتو په اړه معلومات


د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت ریس یوه خبري کنفرانس ته په کابل کې د نن ورځې د عملیاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

دافغانستان دملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او دملي امنیت ریس یوه خبري کنفرانس ته په کابل کې د نن ورځې دعملیاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک چې د ثور د اتمې د پیښې د څيړنې مشري کوي، وویل چې د ثور د اتمې دپیښې په تړوا یې نن د کابل په ښار کې په دریو ځایونو کې عملیات کړي.

هغه وویل په ګذرګاه، تره خیل او احمدشاه بابا مېنې کې دغه عملیات شوي. جنرال عبدالرحیم وویل چې ولسمشر کرزي تری په یوه اوونۍ کې د ثور دپیښې دپلټنې غوښتنه کړې وه، ولې دوی وتوانیدل چې په دوو ورځو کې کار بشپړ کړي.

جنرال وردک دا ډول زیاته کړه چې په پيښه کې یو لړ حکومتي کارکوونکو هم لاس لاره چې نیولي یې دي. دی خبري کنفرانس ته د ملي امنیت ریس، امر الله صالح، په ګذرګاه کې د پيښې په اړه پوره معلومات ورکړل.

هغه وویل چې دوی دثور داتمې د پيښې په تعقیب تیره شپه یوه بجه په ګذرګاه کې دیو ترهګرې هستې ځای پيدا کړ او تر نن غرمې پوری یې په دغه هسته عملیات ترسره کړل.

امر الله صالح وویل چې ترهګر په یوه کور کې په ځای شوي وو او یو ماشوم او یوه ښځه هم ورسره وه. صالح وویل چې ماشوم د ترهګرو له لوري ووژل شو او ښځه د ملي امنیت د کارکوونکو په ډزو وژلې شوی.

د ملي امنیت ریس وویل دا ښځه بهرنۍ وه او تر اخره یې ورسره جګړه کړي. د ملي امنیت ریس دپښې د تلفاتو په اړه دا ډول وویل چې په پيښه کې د ماشوم او ښځې په ګډون څلور ترهګر وژل شوي.

دری یې بهرنیان او یو هم افغان دی.

صالح دا ډول زیاته کړه چې په پيښه کې د ملي امنیت دری کارکوونکي هم وژل شوي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی داسې ثبوتونه لري چې ترهګرو ته په موبایل ټیلیفونونو کې له وزیرستان، میرانشاه او باجوړو څخه هدایات ورکړل شوي.

د ملي امنیت ریس وویل چې دغه عملیات یې د یوه ترهګر د نیول کیدو د اعترافونو له مخې کړي، هغه دا ډول وویل چې د ثور داتمې دپيښې دوسیه یې نوره بشپړه کړی او ولسمشر حامد کرزي ته به یې سپاري.

XS
SM
MD
LG