د لاس رسي وړ اتصالات

د چین یوی محکمې دیرش کسان، د دری کالو نه تر عمر قیده د بند په سزا محکوم کړي دي


د چین د دولتي مطبوعاتو په وینا د چین یوی محکمې دیرش کسان چې شپږ پکې مذهبي بودایان دي، د تبت په پایتخت کې په تیرو خونړیو مظاهرو کې د لاس لرلو په تور د دری کالو نه تر عمر قیده د بند په سزا محکوم کړي دي.

په لاسا کې د مرافعه محکمې د رسنیو په وړاندې په ازاده توگه دغو کسانو ته سزا واوروله.

د شنهوای خبري اژانس مسولینو وویل چې دری کسانو ته چې یو پکې بودا مذهبه بسانگ نومی شخص هم شامل دی؛ د عمر قید په سزا محکوم شوي دي.

شنهوا خبري اژانس وایې چې بسانگ د لسو نورو بودایې مذهبیانو مشري کوله چې د مظاهرو پر مهال یې حکومتی دفترونه او دوکانونه سوزولي او پر پولیسو یې بریدونه کړي.

XS
SM
MD
LG