د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د یوی چاودنې له امله دېرش کسان زخمېان شول


پاکستانی مقامات وائی یوه چاودنه چی نن د پنجشنبی په ورځ د پاکستان دخیبر اجنسیی دشمال ختیځې خوا په قبایلی سیمه کی وشوه لږترلږه دیرش تنه پکی زخمیان شوی او خپله ځان مرگه پکی وژل شوی دی.

مقامات پدی باور دی دا چاودنه چی د اسلامی محافظه کار سازمان د مرکزی دفترمخ ته چی د امر بل معروف او نهی عن المنکر په نامه یادیږی، د یوه ځان وژونکی پواسطه تر سره شوی ده.

خو ځاېې مقامات وائی شاید دا پیښه دقبایلو د خپل مینځی دښمنیوله کبله را مینځ ته شوی وی.

عینی شاهدان وائی ځان وژونکی خپل ځان لږ څه مخکی په هغه په بم والوزاوه چی یو ملا اسلامی یاغیانو ته د بسپنی راټولولوغوښتنه وکړه دوی وائی چی د ډلی مشر حاجی نام دار په ډیره بیړه له سیمی نه تښتیدلی دی.

ددی اونۍ په سر کی دپاکستانی­­ طالبانو مشر د پاکستان له حکومت سره پدی خاطر خبرې وځنډولی چی پاکستان خپلی امنیتی قواوی دشمال غربی ایالت نه چی د افغانستان په سرحد کی پرتې دى نه او باسی.

د نن ورځی حمله یوه ورځ مخکی لدی نه کیږی چی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ېوه خپاره شوى رپوټ کې وېل شوی دی چې ترورستانو په جنوبی او مرکزی آسیا کی خپلی شبکی پراخی کړیدی او دی کارسیمه او د امرېکا گټی له گواښوونو سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG