د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د هیلري کلینټن گواښ غندلی دی


تهران د امریکا د جمهوري ریاست د کاندیدی هیلري کلینټن هغه گواښ غندلی چی ویلي یې و که ایران په اسرائیلو باندی ذروی حمله وکړی نو بشپړ به یې محوه کړی.

په ملگرو ملتو کی د ایران د سفیر مرستیال مهدي دانش یزدي پرون یو لیک خپور کړ او په هغه کی یې د سناتور کلینټن دا گواښ پارونکی، نه منونکی او غیر مسئولانه وباله.

هغه دا لیک د ملگرو ملتو د عمومي منشی بان کي مون او د امنیت د شورا د رئیس په عنوان لیکلی دی.

میرمن هیلري کلینټن تیره میاشت د امریکا د اې بي سي تلویزیوني شبکې ته ویلي و چی که دا د امریکا جمهور رئیسه سی او تهران د هغې په قول په راتلونکو لسو کالو کی په اسرائیلو باندی احمقانه حمله وکړی نو امریکا به ایران بشپړ محوه او نابود کړی.

دانش یزدي په خپل دې لیک کی ویلي دی چی ایران د عامي تباهۍ ټولي وسلې چی ذروي وسلې هم په کی شاملي دي ردوی.

هغه وایي چی ایران په کوم بل هیواد باندی د حملې نبت نه لری، مگر که حمله پر وشی نو سمدستی به یې جواب ورکړی.

XS
SM
MD
LG