د لاس رسي وړ اتصالات

ایران غواړی د اټومي انرژۍ د ادارې سره نوري خبري هم وکړی


ایران وایی چی د بلي هفتې په پای کی به د خپل ذروي پروگرام په باب د ملگرو ملتو د اټومي انرژۍ د ادارې سره بل روڼ خبري هم وکړی.

په دغه اداره کی د ایران آستاځي علي اصغر سلطانی نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی د ملگرو ملتو د اټومی انرژۍ د ادارې کار کونکي به په راتلونکو لسو ورځو کی تهران ته را ورسیږی.

ددغی ادارې د رئیس مرستیال اولي هینا نین په تیرو دوو هفتو کی دوه ځلي د ایرانی چارواکو سره په تهران کی کتلي دي.

د ملگرو ملتو دغه اداره وایی چی ایران موافقه کړې چی هغو آواز و ته چی وایی ایران د ذروي وسلو د جوړولو د پاره یو لړ څیړني پیل کړی دي، جواب ووایی.

د اسرائیلو د کابینې وزیر شوال موفاز پرون وویل چی کیدای سی ایران به داسی ټیکنالوجي تر لاسه کړې وی چی په څو میاشتو کی ذروي وسله جوړه کړی. هغه دا وینا امریکا ته د خپل سفر په وخت وکړه.

XS
SM
MD
LG