د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کی د بم په چاودنه کی اته تنه وژل شوي دي


د یمن چارواکي وایی چی ددې ملک په شمال لویدیځ کی د یوه مسجد مخي ته د بم چاودنه شوې اته تنه یې وژلي او څه د پاسه دیرش تنه یې زخمي کړي دي مامورین وایی چی دا چاودنه نن د جمعې په ورځ د صدا په ښارگوټي کی هغه وخت وشوه چی خلکو لمونځ کړی و او د مسجد نه را وتل.هغوی وایی چی بم د بن سلمان د مسجد دروازې ته نژدې په یوه موټر کی ایښودل سوی و . سمدستي چا څه نه دي ویلي چی دا کار چا کړی دی .

د صدې په سیمه کی شیعه یاغیان د ٢٠٠۴ کال را هیسي د یمن د حکومتي قواو سره په جگړو اخته دي چی په زرهاو خلک په کی وژل شوي دي. پرون د پنجشنبې په ورځ په دې سیمه کی یاغیانو په یوه پټه حمله کی اووه حکومتي عسکر ووژل.

XS
SM
MD
LG