د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: شپږ قدرتمن هیوادونه له ایران څخه غواړي چې خپل اتومي فعالیت ودروي


روسیه وايي هغه شپږ هیوادونه چې د ایران د اتومي پروگرام په اړه اندیښنه کوي، له هغه هیواد څخه غواړي چې پدې اړه د خبرو اترو په جریان کې د موقت وخت لپاره خپل د یورانیو د غني کولو چاره بنده کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرگې لاوروف نن د شنبې په ورځ وویل، مهمه خبره دا ده چې ایران وپوهول شي چې خبرو ته راضي کیدل د هغه هیواد په گټه تمامیږي. ښاغلي لاوروف په ماسکو کې له هغه یوه ورځ وروسته خبرې کولې چې په لندن کې یې د متحده ایالاتو، فرانسې، برتانیې، جرمني او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل. هغه وویل، په غونډه کې پر ایران باندې د تازه بندیزونو په هکله خبرې ندي شوي.

لاوروف وویل، دغه شپږ هیوادونه غواړي له اتومي فعالیتونو څخه د ایران د ژغورلو لپاره هغه تشویقي لارې چارې نورې هم تقویه کړي چې په لومړي ځل په ٢٠٠٦م کال کې ایرن ته وړاندې شوي وې. لاوروف پدې هکله نور جزیات ورنکړل. غربي هیوادونه پر ایران تور لگوي چې اتومي وسله جوړوي، خو ایران دغه تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG